پخوانی ولسمشر حامد کرزی سریلانکا ته لاړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64849
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-31

مخکینی ولسمشر حامد کرزی په یوه رسمي سفر سریلانکا ته ولاړ. د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړی نن د سریلانکا د ولسمشر مایتریپالاسریسینا په رسمي بلنه هغه هېواد ته ولاړ. سرچینه زیاتوي، کرزی به د دغه سفر په ترڅ کې د سریلانکا په پنځم دفاعي سیمینار کې ګډون وکړي.