مانول والس: د کډوالو د روان ناورین د حل لپاره نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64851
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-31

د اروپایي ټولنې د کډوالو کمشنر او د فرانسې لومړي وزیر په دې هېواد کې د کډوالو د یو لوی پنډغالي، کالې څخه کتنه کړې ده.د کډوالو په یوه مرکز کې د وینا پر مهال د فرانسې لومړي وزیر مانول والس وویل، د کډوالو د روان ناورین د حل لپاره نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ده.ده وويل "اروپا د کډوالو د بحران د حل لپاره مناسبې او ګټورې لارې چارې لټوي. په دې برخه کې د کډوالو قبلولو، دوی ته د بشري مرستو پر ورکړه او د انساني قاچاقبرو پر ضد پر ګام اخیستو غور کېږي"د فرانسې لومړي وزير زياته کړه چې د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې روښانه دريځ لري دی وايي "دا په دې مانا نه ده چې هېڅوک به د پناه اخيستلو حق ونه لري، د هرچا لپاره بايد مناسب حل ومومو"