امریکا له پاکستانه د حقاني ډلې پر ضد د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64853
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-31

امريکا يو ځل بيا له پاکستان څخه غوښتي دي چې د حقاني ډلې پر ضد دې جدي اقدامات وکړي.دغه څرګندونې په واشنګټن کې د امريکا د ملي امنيت د شورا وياند نېک پرايس اسلام اباد ته د امريکا د ملي امنيت د سلاکارې مېرمن سوزن رايس د سفر په پاى کې خبريالانو ته کړې دي.مېرمن رايس د يوه پلاوي په مشرۍ وړمه ورځ اسلام اباد ته سفر کړى و،د لومړي وزير نواز شريف او د پوځ د مشر جنرال راحيل شريف په ګډون يې له يو شمېر پاکستانيو چارواکو سره ليدلي .د امريکا د ملي امنيت شورا وياند وايي چې ددې ليدنو پر مهال مېرمن رايس له پاکستان څخه غوښتي چې د حقاني شبکې پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.