داعش ډلې په ننګرهار کې د پوهنې وزارت مربوط کاروکوونکي ګواښلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64854
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-31

راپورونه وايي د ننګرهار په يو شمېر ولسوالیو کې د داعش وسله والې ډلې د معارف کارکوونکو ته ګواښوونه کړي چې له کبله یې د یو شمېر ښوونځيو دروازې تړل شوي.د هسکې مینې ولسوالۍ اوسیدونکي عطاخان ویلي چې په تېره اونۍ کې د داعش وسله والې ډلې د ټولو ښوونځيو ښوونکي او مدیران ګواښلي چې نور به د حکومت معاش نه اخلي او د معارف وسایل به دوی ته سپاري:بله خوا بیا د اچین ولسوالۍ اوسیدونکی سید کریم هم دغه ستونزه یادوي او وايي، د اچین ولسوالۍ د مامندو په سیمه کې ښوونځي د جنګ له امله تړل شوي وو؛ خو اوس په اچین، نازیان او سپن غر ولسوالیو کې هم د داعش وسله والې ډلې ښوونکو او مدیرانو ته د معاش د نه اخیستلو ګواښ کړی چې دا کار د زياتو ښونځيو د تړل کېدو لامل شوی