ښځينه فعالانې : د خوست په دولتي ادارو کې د ښځينه وو ونډه کمه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64856
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-31

د خوست ښځينه فعالانې وايي، چې په دولتي ادارو کې د مامورينو د استخدام پرمهال ښځينه وو ته د لومړيتوب حق نه ورکولو له امله په ځايي ادارو کې د ښځينه مامورينو ونډه کمه ده.د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال د خوست په ټولو دولتي ادارو کې د ښځينه ښوونکو او ډاکټرانو په ګډون ۲۴۰ مېرمنې په ملکي او ۶ په نظامي برخه کې رسمي دندې لري.دا په داسې حال کې ده، چې د دولتي سرچينو په حواله، په دې ولايت کې د نارينه دولتي ملکي مامورينو شمېر ۷۹۷۶ تنو ته رسېږي.د خوست د ښځو چارو رئيسه مېرمن ډاکټرې ملالۍ ولي د دې ولايت په دولتي ادارو کې د ښځينه مامورينو د کموالي عمده لامل د ښځو پر وړاندې تبعيض وباله.