حامد کرزی: د ترهګرو فعالیت له یوه بهرني ملاتړ پرته امکان نه لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64860
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-02

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په سرېلانکا هېواد کې په يوه نړيواله امنيتي غونډه کې ويلي، چې د ترهګريزو ډلو غيردولتي بلل ناسمه خبره ده او د يوه بهرني دولت له ملاتړ پرته د يادو ډلو پراخه فعاليت امکان نه لري.د پخواني ولسمشر دفتر ويلي چې کرزي دغه موضوع د سرېلانکا په پنځم کلني دفاعي سيمينار د پرانېستې په مراسمو کې چې د دغه هېواد په پلازمېنه کولومبو کې تر سره شول، څرګنده کړې ده.هغه وويل: " ترهګريزې ډلې نن د غيردولتي لوبغاړو په نوم ياديږي چې ترهګريزو ډلو او کسانو لپاره د دغې اصطلاح استعمال سهي نه دي."د پخواني ولسمشر په باور، له دغو ډلو څخه د خلاصون او له هغو غميزو څخه د مخنيوي لپاره چې دوى يې په نړۍ کې رامنځته کوي، اړينه ده چې دولتونه د نړيوالو اړيکو په ډګر کې اخلاقي معيارونه وضع کړي او پر بنسټ يې عمل وکړي.نوموړي ورته مهال د امريکا او متحدينو له لوري يې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه وويل: " د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې له پيل ليدل کېږي چې پايله يې منفي وه او دغه پديده د کمزوري کېدو پر ځاى پياوړې شوې نو له دې امله که چېرې امريکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې بريالۍ نه ده، اړينه ده چې د نړۍ د نورو پياوړو هېوادونو لکه چين، روسيه او هندوستان مرسته ځانته را جلب کړي، څو په پايله کې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې کاميابه شي."