د امریکا ګانګرېس له ایران سره د اتومي هوکړې ملاتړ کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64862
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-02

د امریکا د ګانګریس دوونورو دیموکراتو سناتورانو د ایران او شپږو قدرتونو ترمنځ د اټومي هوکړې ملاتړ کړی دی ،چې په دې توګه نو د دې هوکړې د ملاتړکوونکو شمېر ۳۳ تنو ته ورسېد. هرکله چې دغه شمېر ۳۴تنو ته ورسيږي نو د امریکا ولسمشر بارک اوباما کولای شي د جمهوري غوښتونکو له سلو ممکنه منفي رایو سره سره هوکړه وکړي . جمهوري غوښتونکو کنګره په خپل واک کې اخیستي او له ایران سره د هوکړي مخالفت کوي. خو سناتور باب کیسي او کریس کونز د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ،چې له ایران سره شوې هوکړې ته به مثبته رایه ورکړي.