په غزني کې د پاڅون کوونکو او وسله والو ترمنځ نښته شوې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64863
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-02

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او پاڅون کوونکو تر منځ نښته شوې چې په ترڅ کې يې پنځه پاڅون کوونکي او څلور طالبان وژل شوي دي. د غزني د والي وياند شفيق ننګ وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ په ګنډير سيمه کې د پاڅون کوونکو پر پوسته بريد کړى دى. هغه وايي چې په دغه بريد کې په پوسته کې د پاڅون کوونکو د قوماندان پاچا په ګډون پنځه کسان وژل شوي او درى نور ټپيان دي. ننګ زياته کړه چې د پاڅون کوونکو له لوري په ځوابي ډزو کې څلور طالبان وژل شوي او درى نور ټپيان دي. د هغه په وينا، د وژل شوو دوو طالبانو جسدونه په سيمه کې پراته دي. دغه راز د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع پژواک ته وويل چې د وسله والو طالبانو د تېرې شپې په بريد کې ٧ پاڅون کوونکي وژل شوي او يو بل ټپي دى. خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو د اندړو ولسوالۍ د تېرې شپې په بريد کې اته پاڅون کوونکي وژلي دي. دغه راز د غزني د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال اسدالله انصافي وايي چې د تېرو ١٤ کلونو په لړ کې تېره شپه د لومړي ځل لپاره وسله والو طالبانو د غزني په ناهور ولسوالۍ کې پر يوې پوستې بريد کړى دى. هغه وايي چې په دغه بريد کې يواځې يو پوليس ټپي شوى دى.