غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64866
نیکمل ځاځی
دخبریدو نیټه : 2015-09-02

 

 اوس غریب یمه خاني کولی نشم
 ځکه تا سره سیــــالي کولی نشم

 چې زمونږ د جدایۍ پريکړه يې کړې
 د فراق دا فیصلې منلی نه شم

 ته چې راشې په جامو کې نه ځاییږم
 ته چې نه وې نو خوښي کولی نشم

 آخر هم دې راته وویل جانانه
 چې له تاسره یاري کولی نشم

 ته مې پریږده خو تا نشم پریښودلی
 زه خو داسې ناځواني کولی نشم

 نیکمل وایي چې دا ټول د ستا دلاسه
 رانه لاړې شاعري کولی نشم