په سوریه کې د ماین چاودنې خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64872
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-02

د سوريې دولتي رسنيو په وينا د دې هېواد په ذقيه ښار کې بمي بريد شوی چې مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې ده.د صنعا خبري رسنۍ په وينا د چاودېدونکو موادو ډک موټر د يوه ښوونځي مخې ته چاودېدلی چې شاوخوا ۲۵ کسان په کې ټپيان شوي دي.دولتي رسنيو د پېښې تصويرونه خپاره کړي چې په لسګونو ويجاړ شوي موټر په کې ښکاري.په لندن کې د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډله وايي په ۲۰۱۱ کال کې د جګړې له پيل وروسته په ذقيه ښار کې دا تر ټولو لوی موټر بم چاودنه ده.