د ترکیې امنیتي ځواکونه د بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64873
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-02

د بشري حقونو د څار ډلې د ترکیې امنیتي ځواکونه د بشري حقونو په سرغړونو تورن کوي.دغه ډله، چې مرکز یې په امریکا کې دی، وايي چې د ترکیې امنیتي ځواکونو د کردانو د کارګر ګوند یا پي کې کې خلاف په جګرې کې د ملکیانو سره ناوړه چلند کړی دی.د بشري حقونو د څارنې ډلې په خپل نوي رپوټ کې د ترکیې په پولیسو تور لګولی چې د کردانو د پي کې کې خلاف په جګړې کې یې ځینې سرغړونې کړي دي او د بندیانو سره یې ناوړه چلند کړی دی.