په کندوز کې د انسان تښتونې پېښې زیاتې شوې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64874
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-02

کندوز کې له يوې اونۍ څخه په کمه موده کې د ناپېژاندو کسانو له لوري درې ماشومان تښتول شوي او د دوى خپلوان ګواښ کوي، که چېرې يې ماشومان ژر تر ژره ونه ژغورل شي، نو لاريون به وکړي.دوى په دغه ولايت کې نن د يوې غونډې په ترڅ کې امنيتي ځواکونه ګرم وبلل او دوه ورځې وخت يې ورکړى، چې ماشومان يې بايد په هر صورت کې پيدا شي او خپلو کورنيو ته بايد وسپارل شي.د کندوز والي محمد عمر ساپي وايي، هڅه کوي چې له هرې ممکنې لارې ياد ماشومان وژغوري.