نن په کابل کې د ریکا غونډه جوړېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64875
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-02

د بهرنیو چارو وزارت وایي، هڅه کوي چې د ریکا جوړیدونکې غونډه د پخوانیو غونډو په پرتله ګټوره ترسره کړي.دغه غونډه نن او سبا په کابل کې جوړیږي.په دې غونډه کې د شاوخوا دیرشو هیوادونو او څلویښتو سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو استازي برخه اخلي.دا د ریکا یا د افغانستان لپاره د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو شپږمه غونډه ده چې کیږي، خو بهرنیو چارو وزارت وایي، د تیرو غونډو په پرتله به دا موثره او ښې نتیجې ولري.د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني خبریالانو ته وویل چې په دغه کانفرانس کې به له پخوانیو تجربو څخه ګټه واخیستل شي او پخوانۍ تشې به ډکې شي: