کندهار پوهنتون : د ښووني او روزني پوهنځي ( ۳۸۴ ) تمه له لوړو زده کړو فارغ کړل .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64876
اداره
دخبریدو نیټه : 2015-09-03

کندهار پوهنتون : د ښووني او روزني پوهنځي ( ۳۸۴ ) تمه له لوړو زده کړو فارغ کړل . د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني د پوهنځي څخه څه کم څلور سوه تنه فارغ سول . په دې اړه تيره ورځ ماپښين د پوهنتون د ادارې له لوري د فراغت مراسم جوړ سوي وه ، چي د کندهار پوهنتون د مشرتابه تر څنګ د پوهنتون ښوونکو او مصلينو ګډون پکښي کړی وو . د کندهار پوهنتون رييس ډاکټر حضرت مير توتاخېل ، د ښووني او روزني د پوهنځي رييس عبدالرحمن بابي او استاد حيآت الله رفيقي په خپلو ويناوو کي فارغه محصلين خپلو مسووليتونو ته متوجه کړل او ويي هڅول چي خپلو نورو زده کړو ته هم دوام ورکړي . د فارغو محصلينو په استازيتوب نثاراحمد هلمندي له دولته وغوښتل ، چي دوی ته د کار زمينه برابره کړي . د مراسمو په وروستيو کي پر ټولو فارغينو د فراغت اسناد وويشل سول . فارغه سوي محصلين ټول ۳۸۴ تنه دي چي د دې پوهنځي د پښتو ، انګليسې ، ريآضي ، بيولوژي ، کيميا او دري ډيپارټمينټونه څخه يي لوړي زده کړي تر لاسه کړي دي ، په فارغينو کي ديرش تني انجوني دي .