کندهار د هويت په تذکرو کي د افغان او اسلام کلمه غواړي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64877

دخبریدو نیټه : 2015-09-03

په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازي او د کندهار ولايتي شورا په تذکرو کي د افغان او اسلام د کلمو پر ليکلو ټينګار کوي او وايي چي په هيڅ ډول تر خپل هويت نه سي تيريدلای . هغوی دا څرګندوني تيره ورځ د کندهار ښاروالۍ په تالار کي د دولتي کارکوونکو ، مدني فعالانو او خبريالانو په ستاين غونډه کې وکړي . د ولسي جرګې غړي حميدزي لالي وويل ، چي افغان زموږ هويت دی او اسلام مو دين دی ، له دې کلمو تيريدل هيڅ کله نه مني او دولت اړ دی ، چي د هويت په تذکرو کي دا کلمو ته ځای ورکړي . د ولايتي شورا غړي عطاالله عطا هم پر دې خبره ټينګار وکړ او زياته يي کړه چي کندهار په تذکرو کي د افغان او اسلام کلمې غواړي ؛ نوموړي وويل ، چي خپل هويت او دين هيرول هيڅ افغان وجدان نه مني . ښاغلي لالي او ولايتي شورا د کندهار د نظامي او ملکي ادارو وروستي کارونه وستايل او د کندهار والي او امنيه قوماندان څخه يي مننه وکړه ، چي د خلکو دپاره کار کوي . د کندهار ولايت مقام اداري او مالي رييس عبدالحنان منيب د ولايتي ادارې په استازيتوب د ولايتي شورا او ولسي جرګې څخه مننه وکړه ، چي د ولايتي ادارې کارونو ته پاملرنه کوي او په دې برخه کي يي د دوی تر څنګ د خلکو همکاري هم اړينه وبلل . په وروستيو کي دولتي کارکوونکو ، ورزشکارانو ، مدني فعالانو او خبريالانو ته ستاين ليکونه هم ورکړل سول .