جهاني : د کندهار دولتي مطبوعاتو او تاريخي ځايونو ته جدي توجه کوو.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64878
راحيله جواد
دخبریدو نیټه : 2015-09-03

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني وايي چي د کندهار د دولتي مطبوعاتو پياوړتيا او د تاريخي ځايونو ساتني ته جدي پاملرنه کوي . نوموړی نن په يوه بيړني سفر کندهار ته راغی او د سفر موخه يي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د رييس چي درې ورځي مخکي د يوه غلچکي بريد پر مهال ټپي سو عيادت وو . د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ته د معلوماتو د ورکولو پر مهال د طلوع افغان تاريخي ورځپانه ، کندهار مجله او د ازادۍ مطبعه کمزوري وبلل او د وزير څخه يي غوښتنه وکړه چي په دې برخه کي کندهار ته ځانګړي پاملرنه وکړي ، نوموړي د تاريخي ځايونو پر حالت هم انديښنه وښودل او زياته يي کړه چي په دې برخه کي زياتي پاملرني ته اړتيا ده . د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني د خبري ناستي پر مهال ژمنه وکړه چي په دې برخه کي به پاملرنه کوي او هڅه به يي دا وي ، چي د هيواد د نورو سيمو تر څنګ د کندهار تاريخ ، برم او کلتور هم ژوندی وساتي . ښاغلي جهاني د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ پر رييس پوهيالي حضرت ولي هوتک غلچکي بريد وغانده او زياته يي کړه چي مخالفين يي د فرهنګي هستيو د له منځه وړلو په حال کي دي ، په وينا يي خلکو ته په کار ده چي د خپل نظام او وطن د ساتني دپاره د داسي خلکو په وړاندي ودريږي او د بريدونو او مخالفتونو مخنيوی يي وکړي . عبدالباري جهاني د اطلاعاتو او کلتور د رييس حضرت ولي هوتک د صحت پوښتنه وکړه او د هغه سره يي د يوه اندازه نقدو پيسو مرسته هم وکړه . وروسته يي د کندهار د فرهنګيانو ، ليکوالانو او شاعرانو سره د يوې ناستي پر مهال د کندهار فرهنګي حالت هم وڅيړی . ښاغلي جهاني خبر ورکړ ، چي څه موده وروسته يو ځل بيا کندهار ته سفر کوي او دلته به د دې ولايت تاريخي او فرهنګي حالت په بشپړ ډول له نژدې څيړي .