داعش ډلې په ننګرهار کې ۱۵کسان وژلي او له شلوډېر یې وړي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64881

دخبریدو نیټه : 2015-09-04

د ننګرهار د پچیر اګام ولسوالۍ اوسېدونکي وايي نن سهار د داعش ډلې ، ګڼو جنګیالیو د دغه ولسوالۍ په دوو کلیو کې ګڼ کورونه سوځولي دي. ځایي خلک وايي، سیموالو د اسلامي دولت ډلې له وسلوالو سره سخته جګړه کړې، له کلیوالو ۱۴ کسان وژل شوي او له څو تنو سرونه پرې شوي دي. په پچیر اګام کې یوه حکومتي چارواکي د جګړو پخلی کړی او د ۱۴ ځایي استوګنو د وژل کېدو تر څنګ یې د اتو اسلامي دولت ډلې وسلوالو د وژنې خبر هم ورکړی. ځايي خلک وايي د اسلامي دولت ډلې پلویانو دوه ویشت کسان له ځانه سره ژوندي بېولي.خلک وايي هغوی داعش ډلې د ګڼو خلکو له وژلو سر بېره یو شمېر کلي هم سوځولي دي .