د افغانستان په سویل کې د پولیومثبتي پیښې ثبت شوې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64882

دخبریدو نیټه : 2015-09-04

په نیمروز ولایت کې سیمیز روغیتیایي چارواکي وایي چې ددغه ولایت د زرنج په ښارکې یو درې نیم کلن ماشوم پولیو وهلی چې ورسره سږکال په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر نهو ته لوړ شوی دی.دا په روان کال کې د افغانستان په کچه د ماشومانو د ګوزڼ نهمه مثبته پېښه ده چې په نیمروز ولایت کې رامنځ ته شوې ده.په سویل لویدیځه حوزه کې د کتلوي معافیت امر ډاکتر نظر محمد نظري وايي، د پولیو له دې تازه پېښي سره د دوی اندېښنه نوره هم زیاته شوې او هڅه کوي، چې د نیمروز او هلمند په ګډون د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تګ او راتګ پر مهال هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.