میدان وردګوکې خاوند خپله مېرمن وژلې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64883
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-09-04

سیمه یز چارواکي وایي،د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې یوه شل کلنه مېرمن د خپل خاوند له لوري وژل شوې ده. د میدان وردګو ولایت ویاند عطاءالله خوږیاڼي وویل پېښه، بیګا ماښام نږدې شپږ بجې د نرخ ولسوالۍ په اول خېلو سیمه کې رامنځته شوې ده. ده زیاته کړه، وژل شوې مېرمن شکیلا نومېږي او د خپل خاوند نورحمن له لوري وژل شوې ده. هغه وايي امنیتي ځواکونه د پېښې له رامنځته کېدو سره سم سیمې ته رسېدلي او نوموړى یې نیولی دى.