غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64908
بشیرالحق عادل
دخبریدو نیټه : 2015-09-07

 وچ باڼه، لېمې له نم
نه  اوبه کېدې له نم
زړه به مې برباد شي که
ودې راکتې له نم
غټې غټې سترګې دې
ډکې ډکې شوې له نم
ودې چوي زړګی له درد
مه کوه نارې له نم
هغه د زيارت ګلان
اوس نه اوبوې له نم
مور مې هم زړې کړلې
څو څو لوپټې له نم
هغه وخت کې ښه وومه
ته چې ورېدې له نم
دا «عادل» ذره ذره
نه شوې ته ذرې له نم
۱۳۹۴ل/۶/۱۳