اڅکزی: پاکستان دې په افغانستان کې له لاس وهنې لاس واخلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65013
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-28

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزی وایې پاکستان نور باید په افغانستان کې له لاس وهنې لاس واخلي. اڅکزي چې په کوټه کې د خپل ګونډ په یوه لویه غونډه کې خبرې کولې د روان وضعیت او راتلونکو پېښو په اړه اندیښه وښوده او په پاکستان یې غږ وکړ چې په خپله مینه د اور له لګیدو مخکې په افغانستان کې بل کړی اور ګل کړي. نوموړي د سیمې او نړۍ له هیوادونو په ځانګړي ډول چین څخه غوښتنه وکړه چې ددې لانجې د ختمولو لپاره مینځګړیتوب وکړي او له پاکستان څخه ضمانت واخلي چې د افغانستان په چارو کې به نوره لاس وهنه نه کوي.