ولسمشر: د داعش ډلې ملاتړ کوونکي په خپلو کړنو پښمانه شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65014
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-28

ولسمشر اشرف غني ویلي، هغو کسانو چې په سیمه کې د داعش ملاتړ کاوه اوس پېښمانه شوي دي. غني له بي بي سي سره په مرکه کې د کوم هېواد یا ډلې نوم چې د داعش ملاتړ یې کړی وي نوم نه دی اخیستی او ویلي یې دي چې دا د تاریخپوهانو کار دی. ولسمشر په دې مرکه کې ویلي صلي خبره دا ده، چې پاکستان باید د ترور پر وړاندې او دا چې ترور د چا لخوا ترسره کېږي یو دریځ ولري دا نه شي کیدای، چې خپل منځ کې ترور پر وړاندې ټینګ دریځ ونیسي او هغه ترهګر چې د افغانستان د بربادۍ لپاره کار کوي د هغو پر وړاندې بل دریځ ولري.