امنیتي ځواکونه د کندوز ښار د بېرته نیولو هڅه کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65015
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-28

د کندوز ښار ډېرې برخې وسله والو طالبانو نیولې دي. راپورنه وايي چې یو شمېر دولتي ودانۍ طالبانو ولکه کړې، خو امنیتي ځواکونو یې د بېرته نیولو لپاره هڅې پیل کړې دي. طالبانو د مرکزي زندان تر نیولو وروسته سلګونه بندیان خوشي کړي هم دي. په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (يوناما) وياند دومنيک ميډلي په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دې سازمان خپل کارکوونکي له ښار څخه يوه بل ځاى ته لېږدولي دي. عيني شاهدانو د يو زيات شمېر طالبانو، امنيتي ځواکونو او ملکيانو د مرګ ژوبلې خبر هم ورکړى، خو سيمه ييزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.