په کندوز کې یو میلیارد ډالر پانګه له ګواښ سره مخ ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65018
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-29

د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي په کندوز کې روانې جګړې ژور اندېښمن کړي دي. د سوداګرۍ خونۍ چارواکي وايي ځکه اندېښمن دي، چې په کندوز کې د سوداګرو او پانګوالو ژوند او مال له ګواښ سره مخامخ دی. دغه چارواکي وايي، په تېره یوه لسیزه کې په کندوز کې د خصوصي سیکتور لخوا یو میلیارد ډالره پانګونه شوې او اوس دغه سیکتور د دغې پانګې له منځه تلو ته اندېښمن دي. د سوداګرۍ خونو مرستیال خان جان الکوزی په جګړه کې له دواړو ښکېلو غاړو غواړي، چې د سوداګرو او ځاي خلکو د شخصي مالونو ساتنه وکړي او زیان ور و انه اړوي. دغه راز د دې ترڅنګ په کندوز کې د روانې جګړې په اړه ځینو نورو بنسټونو هم اندېښنه ښوولې ده. په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ نی په کندوز کې د خبریالانو د خوندیتوب په اړه اندېښنه څرګندوي. د دغه بنسټ مشر مجیب خلوتګر د کندز له امنیتي چاوراکو غواړي، چې د ځایي خبریالانو ساتنه وکړي. همدارنګه د بښنې نړیوال سازمان په جګړه کې د ښکېلو دواړو غاړو څخه غوښتي، چې ملکي کسانو ته زیان و نه رسېږي.