افغان ځواکونو د کندوز ښار محاصره کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65019
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-29

افغان امنیتي ځواکونه وايي د ډګر جنرال حمید وردګ په مشرۍ افغان ځواکونو د کندز ښار محاصره کړی او د جګړې په ترڅ کې تر ۱۰۰ ډېر وسله وال طالبان وژل شوي دي. د امنیتي ځواکونو سرچینې وایي چې یو شمیر طالبان د خان اباد ولسوالي لور ته د تېښتې په حال کې و چې د محاصره شویو ځواکونو له کمین سره مخ شول او سخت تلفات ورواښتل. طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلي. خو تېر ماښام طالبانو د هوایي ډګر لور ته پرمختګ کړی. افغان ځواکونو وویل چې د هوایي ډګر د برید پر مهال د طالبانو یو شمیر مشران په هوایي برید کې ووژل شول او تر هغه وروسته طالبان مجبوره شول چې له ځینو سیمو په شا شي.