ملي امنیت: د کندوز لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65020
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-29

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي د کندوز لپاره د وسله والو طالبانو والي مولوي سلیم، د هغه مرستیال ذبیح الله او د لښکر طیبه د وسله والو مسئول حارث له ۱۵ نورو وسله والو سره په یوه هوايي برید کې وژل شوي دي. د ملي امنیت عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کندوز لپاره د طالبانو والي د خپلو ملګرو په مرسته غوښتل چې پر هوايي ډګر برید وکړي؛ خو له ملي امنیت سره په هغمږۍ پر دوی هوايي برید شوی دی. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په برید کې د لښکرطیبه وژل شوی مسئول د پاکستان د پنجاب ایالت اوسېدونکی و.