جرمني له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65021
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-29

د جرمني دفاع وزیر د کندوز سقوط ته په اشارې ویلي جرمني او د ناټو نور غړي هېوادونه باید د اوسني وضعیت د ارزولو او د تحلیلونو په استناد پرېکړه وکړي، نه د زماني چوکاټ له مخې. اورسولافون درلاین ویلي په کندوز کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او د څو وروستیو ورځو تجربې باید د افغانستان په اړه د ناټو پر پرېکړو اغېز وکړي. د پخوانۍ پرېکړې له مخې ښايي د راتلونکي میلادي کال تر پایه د ناټو ټول عسکر له افغان څخه ووځي.