د کندز دپاره د طالبانو والي له خپلو ملګرو سره ووژل سو .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65022
نسيم کندهاری
دخبریدو نیټه : 2015-09-30

د افغانستان د ملي امنیت اداره وایي د کندوز لپاره د طالبانو نومول سوی والی له خپلو څو ملګرو سره وژل سوی. د ملي امنیت ادارې مشر رحمت الله نبیل د طالبانو والي مولوي سلام ښيي او وايي له ده سره د هغه د مرستیال په ګډون ۱۵ تنه په هغه هوایي برید کې وژل سوي چې د دوی ادارې له خوا همغږی سوی و. تر هغه دوه ورځې وروسته چې طالبانو کندوز ونیو اوس افغان ځواکونه د ناټو په هوایي ملاتړ بېرته د ښار د نیولو لپاره عملیات کوي.