ملګرو ملتونو د کندوز پر روان حالت سخته انديښنه وښودل .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65023
نسيم کندهاری
دخبریدو نیټه : 2015-09-30

ملگرو ملتونو د کندز پر روان حالت سخته انديښنه ښودلې ده او زياتوي ، چي د جګړي اړخونه بايد د ملکي وګړو ژوند ته زيآته پاملرنه وکړي . د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر يوناما څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي ، چي په کندز کي تر دې مهاله سلو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او شپږ زره تنه بې ځايه سوي دي . دوې ورځي مخکي وسله والو طالبانو د کندز ښار ونيوی او تر اوسه د کندز په ښار کي پر عامو واټونو جګړه روانه او خلک د سختو ستونزو سره مخ دي .