فرانتس ملبېن: په وروستیو کې د داعش ډلې فعالیتونه په افغانستان کې زیات شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65024
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-01

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د داعش د حضور پر پراختیا اندېښنه څرګنده کړې ده. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي فرانتس ملبېن ویلي په وروستیو اوونیو کې د داعش فعالیتونه زیات شوي دي. نوموړي ویلي چې داعش ته په سوریه کې هم په کمه سترګه کتل کېدل چې دومره پرمختګ یې وکړ او په افغانستان کې یې د پراختیا مخه باید همدا اوس ونیول شي. نوموړي یادونه کړې چې لوېدیځ هېوادونه په افغانستان کې د داعش په اړه سمه تګلاره خپله کړي.