ملي امنیت د ټولنیزو شبکو د بندېدو اوازې رد کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65025
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-01

د ملي امنیت ریاست په هیواد کې پر فېسبوک او نورو ټولنیزو شبکو د احتمالي بندیز اوازې رد کړې. د ملي امنیت د ریاست ویاند حسیب صدیقي وايي د افغانستان استخبارات به هیڅکله خلک له ټولنیزو رسنیو راونه ګرځوي ځکه چې ویبپاڼې او ټولنیزې رسنۍ له عامه پوهاوي او د معلوماتو له خپراوي سره مرسته کوي. صدیقي په عین حال کې وویل چې ځینې کسان په هېواد کې دننه او له بهره د ملي یووالي، او د امنیتي ځواکونو په شمول د ملي ارزښتونو خلاف منفي تبلیغات کوي. ده دا هم وویل چې دا ډول افراد د افغانستان د دښمنانو په ګټه د افغانانو په منځ کې د وېرې او ترهې د خپرولو هڅه کوي خو خلک باید د دا ډول کسانو د تبلیغاتو د خپرېدو وسیله ونه ګرځي.