کندوز ښار بېرته افغان ځواکونو نیولی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65027
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-01

افغان حکومت ادعا کړې چې د کندوز ښار یې له وسله والو طالبانو نیولی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په یوه لنډ پیغام کې ویلي چې د کندوز ښار کنټرول د ځانګړو ځواکونو په لاس کې دی. صدیقي زیاته کړې چې په ښار کې چاڼیز عملیات روان دي او ادعا یې کړې چې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د کندوز ښار له تېرو دریو ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو په لاس کې و. پر دغه ښار د طالبانو د برید په پایله کې د افغان پوځ ګڼې وسلې، مهمات او وسایط هم د طالبانو لاس ته ورغلل. په همدې حال کې ویل کېږي چې طالبانو بیا د امام صاحب ولسوالي نیولې ده.