چودري نثار علي خان: افغانستان دې خپل شکایتونه مستقمأ موږ ته وکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65032
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-02

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان په دې خواشیني څرګنده کړه چې افغانستان د پاکستان په اړه نورو هیوادونو ته شکایت کوي. چودري نثار علي خان په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل:«موږ د افغانستان څوکیداران نه یوو او نه د اشرف غني په ګډون بل چا ته ځواب ورکوونکي یوو. په افغانستان کې که څوک وپرنجېږي هم نو تور یې پر پاکستان لګوي، افغانستان دې خپلې اندېښنې زموږ سره شریکې کړي، موږ تیار یوو چې د دوی خبرې واورو.» پاکستان تر دې پخوا هم څو ځلي ویلي چې افغانستان دې په خپلو چارو کې د پاکستان د مداخلې په اړه په علني ډول څه نه وايي بلکې له پاکستان سره دې په مستقیم ډول مطرح کړي.