امنیتي چارواکي وایي د بدخشان لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65033
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-02

د کورنیو چارو وزارت وایي بدخشان ولایت لپاره د طالبانو والي له ۴۰ وسلوالو سره وژل شوی دی. د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې پر طالبانو دغه هوايي برید د بهارک ولسوالۍ د امبي یردار په سیمه کې شوی دی. سرچینې زیاته کړې چې ددغه برید په پایله کې د بدخشان لپاره د طالبانو والي او د شمال ختیځو سیمو د طالبانو قوماندان قاري فصیح الدین له خپلو ۴۰ وسلوالو سره وژل شوی دی. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د قاري فصیح الدین وژل کیدل رد کړي دي. د یادونې وړ ده چې پرون د بهارک ولسوالۍ د سقوط راپورونه ورکړل شوي وو، خو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي.