پولیسو د پکتیکا مرکز کې ځانمرګی بریدګر نیولی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65034
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-02

د پکتيکا چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز ښرنه کې يو ځانمرګى بريدګر موخې ته له رسېدو وړاندې ژوندى نيول شوى دى. د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحيمزي، وويل چې د پوليس د ځانګړې قطعې له لوري د مرکز ښرنې په دوه کيلومترۍ کې د فاطمه خېلو په کلي کې د کشفي راپورونو پربنسټ عمليات کړي، چې په پايله کې يې يو ځانمرګى بريدکوونکى له واسکټ سره لاس په لاس نيول شوى دى. ده زياته کړه، د دې ځانمرګي موخه د پوليسو د ځانګړې قطعې قوماندان عزيزالله کاروان و. د هغه په وينا، له نوموړي سره درې تنه نور شکمن کسان هم نيول شوي او دا مهال د پوليسو له لوري ترې پوښتنې روانې دي. د ځانګړو ځواکونو قوماندان عزيز الله کاروان، وويل نيول شوی ځانمرګی په يوه کور کې نيول شوی، چې په نيولو سره يې د زيات شمېر بې ګناه هېوادوالو ژوند وژغورل شو. د فاطمه خېلو کلي اوسېدونکو هم د ياد کس نيول کېدل تاييد کړي، خو په اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.