دبچیانو همت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65042
نورمحمد غفوری
دخبریدو نیټه : 2015-10-04

 

د ځوانۍ مې بهارونه راغلل تیر شول
په وطن مې خزانونه راغلل تیر شول

زموږ خاوره د جنګونو لابراتوارشوه
رنګارنګ پرې یرغلونه راغلل تیر شول

له زخمونو د قربان شمه وطنه
په تا ډیر عظیم دردونه راغلل تیر شول

ستا د ویش ارمان به ګورته سره یوسي
د دښمنو لښکرونه راغلل تیر شول

دا وطن یې د بچیانو همت ساتي
د ویشلو یې پلانونه راغلل تیر شول

اې لار ورکو د آرمان درنو ملګرو
لمر راخیژی ما ښامونه راغلل تیر شول

حوصله د لاسه ورنکړې افغانه
د تاریخ د غم موجونه راغلل تیر شول