سیاستمداریان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65046
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2015-10-04

محمود نظری



دا سیاستمداریان څنګه له یوه بله سره چلیږي
دجنګ عالمدار هم دوی ددښمن رکابدار هم دوی
دې ملک کې رپوي د دښمنانو رنګارنګ بیرغونه
ښه وطندارن هم دوی ددښمن جمعداران هم دوی ‏
ټوله سیاستمداریان د یو بل سایه په تورو وهي ‏
د نظام غداران هم دوی لوی صوبه داران هم دوی
په هر ځای کې خپل نوکر په نوک اوسوک ځای وي
د علي اباد دښار ډاکټران هم دوی وژمداران هم دوی
‏ له بانکه لمن لمن ډالرونه اخلي بیرته یې نه ورکوي
د بانک باقیداران هم دوی دهغه زمامداران هم دوی
وزیر صیب ټېکه له خپلو خپلوانو نه بیګانه کوي ‏
د وزیرصیب برخورداران هم دوی ټېکه داران هم دوی
د پردوخوسا او مردار پلانونه په رسوا ډول عملي کوي
ښه پاخه هډ مرداران هم دوی ښه لوی رویداران هم دوی
‏ تر ټولوښه واکمن هغه چې دفحشا او خمار ځایونه لري
‏ ښه تکړه مردارخوار ان هم دوی ښه ایمانداران هم دوی ‏
‏ ټول چورته غلي ناست دي لکه پیشو د موږک غار ته ‏
خر خر ارام ویده خرامان هم دوی ښه بیداران هم دوی
دښمنان تر دوستانو ډیر واکمن دي په دې خاورې ‏
د افغان پاخه دښمنان هم دوی دافغان مشران هم دوی
د ایران د خمیني تلین دلته تر ایران ښه لمانځل کیږي
د ایران ښه دوستان هم دوی د افغان ښه دوښمنان هم دوی
داوطن کله ودانیږي کله ابادیږي کله کراریږي تر هغه ‏
‏ چې وي غداران هم دوی او دوطن ټول بزرګان هم دوی
چې ترهغه د کوټه سپو غپا دلته کوربه ته بنده نسي ‏
‏ تورن او کومندانان هم دوی سنګ چارکي او منان هم دوی ‏
دلته دبرزګانو په ایراني وییونو او ا فغان کلمه شخړه ده
ددنیا رښتینې خادمان هم دوی دګاونډ ګوداګیان هم دوی
چې بې واکه وي افغان وي چې واکداره سې د ایران سي
‏ دننه دنظام اصلي ظالمان هم دوی بهر ته مظلومان هم دوی
‏ زه دې بې شرمه بیحیا سیاستمدار یانو ته اریان دریان یم
لکه غله یوازې ناست دی حملې اوتوبرې ته