غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65063
نیکمل ځاځی
دخبریدو نیټه : 2015-10-04

نن خو د نصیب سیلۍ راوړې وه
 ما ورپسې ټوله دنیا ستړې وه

 ما په آسمانونو غوښتنه نه به وه
 خدای راته په ځمکه کې راکړې وه

 نه وه نو احساس مې د ژوند نه کاوه
 ځکه زندګي مې هم نیمګــــړې وه

 ما ترې خولګۍ غوښته، نه یې نه ویل
 ډیره له مودو مې پوروړې وه

 شپه کې مو نیکمله فیصله وشوه
 بس سپینه سپوږمۍ زمونږ منځګړې وه