د دولت اباد ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65077
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-06

د بلخ چارواکي وايي د دولت اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان د ماين په چاودنه کې وژل شوی. د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري وايي دا پېښه تېر مازيګر شاوخوا پنځه بجې د دولت اباد ولسوالۍ د بازار په منځ کې تر يوه پولګوټي لاندې د ځاى پرځاى شوي ماين د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده. ده زياته کړه، په دې پېښه کې د دولت اباد امنيه قوماندان سمونمل عبدالرووف اخګر وژل شوى دى. د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي احمد ولي وايي قوماندان په خپل موټر کې له ولسوالۍ نه کور ته په لار و چې چاودنه پرې وشوه.