جان کېمبل: افغان ځواکونو له موږ څخه غوښتنه کړې وه، چې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون هوایي برید وکړو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65078
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-06

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان وايي په کندوز کې له طالبانو سره جنګېدونکو افغان ځواکونو له دوی څخه پر دغه روغتون د حملې غوښتنه کړې وه. په افغانستان کې د غوڅ ماموریت عمومي قومندان، امریکايی جنرال جان کېمبل ویلي هوايي حمله له هغو افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستې په نیت وشوه چې په کندوز کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې نښتي وو. په پیل کې امریکايي پوځیانو ادعا کړې وه چې دا برید یې د خپلو پوځیانو د دفاع لپاره کړی دی. جنرال کېمبل هم د دې موضوع یادونه کړې او ویلي یې دي چې په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي وو چې دا هوايي حمله د امریکايي پوځیانو د ساتنې لپاره شوې ده خو د امریکا د پوځ څېړنو وښودله چې خبره دا ډول نه ده.