څېړنه: د افغانستان له ۳۹۸ ولسوالیو څخه ۲۷ یې د طالبانو په لاس کې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65079
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-06

د لانګ وار ژورنال په نامه یوه څیړندوی مرکز د یوې څيړنې پایلې ښيي چې د افغانستان له ۳۹۸ ولسوالیو څخه ۲۷ یې په بشپړه توګه د طالبانو په لاس کې دي. د دغه مرکز په خبره همدا راز ۳۶ نورې ولسوالۍ هم په قسمي ډول د طالبانو په لاس کې دي. دغه مرکز وایي چې طالبان اوس په بغلان، کندوز، بدخشان او تخار کې ډېرې ولسوالۍ تر کنټرول لاندې لري حال دا چې یو مهال دوی د هیواد په ختیځ او سویل کې نسبتاً زیات پیاوړي ول. ویل کیږي چې یوازي له سپټمبر میاشتي را په دې خوا طالبانو د شمال په همدې څلورو ولایتونو کې ۹ ولسوالۍ په بشپړه توګه ولکه کړي دي.