مارتین سټراپنیکي: که له ۲۰۱۶ کال وروسته بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي د کډوالو بل بحران به رامنځته شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65087
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-06

د چک د دفاع وزیر وايي له ۲۰۱۶ کال وروسته له افغانستان په بیړه د بهرنیو ځواکونو وتلو به د کډوالو یو بل بحران رامنځته کړي. مارتین سټراپنیکي ویلي چې اوس هم د افغانستان کډوال په نړیواله کچه په دویمه درجه کې راځي. نوموړي یادونه وکړې چې د هېواد حکومت به یې د قاطع ملاتړ په نوم د ناټو په ماموریت کې د خپلې راتلونکې ونډې په اړه به په راتلونکو اوونیو کې پرېکړه وکړي. چک اوسمهال په افغانستان کې ۲۸۱ عسکر او د روغتیا او لوژستیک دوه ټیمونه لري.