انجنیرکمال: طالبانو په کندوز کې غلاوې او پر ښځو جنسي تېري نه دي کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65088
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-06

په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازي انجنیر کمال ساپي یو ځل بیا ټینګار کړی چې طالبانو په کندوز کې چور او پر ښځو جنسي تېري نه دي کړي. نوموړي د کندوز په اړه یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي د حکومت او یو شمېر نړیوالو بنسټونو هغه ادعاوې بې بنسټه دي چې ګنې طالبانو پر کندوز د کنټرول پر مهال چور او یا هم پر ښځو جنسي تېري کړي دي. ساپي ویلي چې د حکومت له لوري د ملېشو او اربکیو په نوم د غیر مسئولو وسله والو کړنو مخالفینو ته د کندوز د نیولو زمینه برابره کړه. ده یادونه کړې چې د کندوز له سقوط څخه مافیايي کړیو ډېره ګټه پورته کړه، ځکه د کندوز والي عمر ساپی ګوښه او لسګونه هغه کسان چې دارنه جرمونه یې ترسره کړي وو له زندان څخه ازاد شول. دی وايي دا کړۍ غواړي چې له دې لارې د منځنۍ اسیا له یو شمېر هېوادونو څخه هم باج او امتیاز ترلاسه کړي.