اشټن کارټر: په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د هوایي برید په وجه خواشیني یو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65089
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-06

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر اشتن کارتر وايي د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې پر روغتون د امریکايي پوځیانو د هوايي حملې په وجه د بې ګناه انسانانو پر وژل کېدو خواشینی دی. کارتر، چې د اروپا په سفر تللی، له روم څخه په یوه اعلامیه کې وویل:« د امریکا پوځ د ملکیانو ژوند ته د خطر نه پېښېدو په خاطر له خورا احتیاطه کار اخلي خو کله چې تېروتنه کوي موږ پرې اعتراف کوو. دا دقیقاً هغه څه دي چې موږ یې اوس کوو.» د امریکا پوځ او نورو چارواکو مخکې په کندوز کې د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون د حملې په اړه ضد و نقیض څرګندونې کړې وې. خو پرون یې د کندوز حمله ومنله او هغه یې یو تصاف او تېروتنه وبلله. د شنبې په ورځ د امریکا د یوه هیلي کوپتر له لوري د بې سرحده ډاکترانو پر روغتون په حمله کې لږترلږه ۲۲ تنه ناروغان او ډاکتران ووژل شول او ګڼ نور ژوبل شول.