ناټو: روسیې په تصادفي ډول د ترکیې هوایي حریم نه دی مات کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65090
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-06

ناټو ویلي، "په ظاهره داسې نه ښکاري چې ګنې روسیې په تصادفي ډول" د ترکیې هوايي حریم مات کړی وي. د ناټو عمومي منشي جېنس سټولټنبرګ ویلي روسیې د دغې سرغړونې په باب ریښتیني توضیحات نه دي وړاندې کړي. روسیه وايي، د شنبې په ورځ یې یوازې د څو ثانیو لپاره د ترکیې هوايي حریم مات کړی چې لامل یې د هوا خراب حالت و. په سوریه کې د روسیې په وروستیو هوايي بریدونو کې د تدمر ښار دننه او شاوخوا سیمو کې ګاډي او د وسلو زېرمې په نښه شوې دي. د سوریې دغه ښار چې په تاریخي لحاظ مشهور دی د داعش په ولکه کې دی.