په ګوانتنامو کې افغان بندي محمد کمین خوشی کېږی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65098
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-07

په ګوانتنامو کې یوه بندي افغان ته، چې یو وخت د پوځي کمیسیون له لوري له محاکمې سره مخ و، ویل شوي چې له ګوانتنامو خوشي کېږي.د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې پینتاګون وايي، د حکومت د ارزونې پلاوي پرېکړه کړې چې نور په توقیف کې د محمد کمین ساتل ضروري نه دي.نوموړی د ۲۰۰۴ م کال د سپټمبر له میاشتې راهیسي په ګوانتنامو کې بندي دی.امریکايی چارواکي وايي چې کمین د افغانستان په ختیځ کې د امریکايی پوځیانو پر ضد په جګړه کې له القاعده او طالبانو سره مرسته کړې ده.