د لويو لارو مسافر ښارته کنځلې کوي!!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65153
ميراغا ملت مل
دخبریدو نیټه : 2015-10-13

پخوا به په کلو کې د خلکو ژوند د غلا، ډار، جنګ او جګړې سره مخ و، خو اوس خبره برغکس ده، په ښارونو کې د خلکو ژوند د مرګ ژوبلې، غلا، شکونې، وهنې او نورو ننګوونو سره مخ دی. دا ستونزې خو لا له وړاندې هم زموږ په ښارونو کې موجودې وې؛ خو د نوي حکومت سره د اقتصاد کمزوري، د کارونو کمښت، د تجارت او کاروبار کمزورۍ او په دولت باندې بې باورۍ دومره زياتې کړې، چې اوس د ښار خلک خو لا څه، د لويو لارو مسافر هم په دې لارو کې له دې تکليفونو څخه په امن کې نه دي.
د ټولو ښارونو څخه به يواځې د کابل ښار نمونه ورکړو، چې په دې ښار کې د ځايي خلکو د هر ډول ځورونې سربيره، هغه خلک چې د لويو لارو مسافر دي او د يوې ورځې يا نيمې ورځې لپاره د کابل ښار ته راځي او يا د خپل سفر په اوږدو کې د کابل له ښاره تيريږي، هم له دې زړه بوږنوونکو پېښو سره مخ کېږي. ډېرې داسې بېلګې شته چې د لويو لارو مسافر له کابله تيريږي، د مرګ، ژوبلې، غلا، شکونې... پېښو سره مخ شوې او د پلازمينې واکدارانو يا په لنډه کې (غ او ع) ته کنځلې کوي.
زه دا ټوله پړه د پلازمينې په واکدارانو اچوم، مرګونې حملې هم د دوی کمزوري او بې اتفاقي ده. په غلا، اختطاف او شکونو کې هم هغه کسان ډېر لاس لارې، چې په يو نه يو ډول د دوی سره اړيکې لري. په ټيټه کچه غلاوې، جيب وهنې هم هغه کسان کوي، چې د دوی د امنيتي کسانو سره برخې ويشي.
د دې غلو او شوکمارو يو ښکاره ډول دا دی، چې په ښار کې ګرځي او ټکسي موټرې يا شخصي د ټکسي لپاره ګرځوي او د لويو لارو مسافر، که د خارجي هېوادونو څخه راستنيږي او يا په هېواد کې يو ځای او بل ځای ته ځي، په موټر کې د ټکسيوان په بهانه کېنوي، يا ورڅخه جيب وهي او يا په يوه بهانه ( موټر خرابوالي يا بل څه) ټول سامان تښتوي او په پايله کې مسافر کابل ښار او د ښار واکدارانو او نظام ته کنځلې کوي.
پوښتنه دا ده چې دا کسان څوک، چيرته او ولې نه نيول کېږي؟؟؟
 ولې ورځ تر بلې ډېريږي؟؟؟