مقام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65370
روغوال
دخبریدو نیټه : 2015-11-08



چی شد ت د حرارت وخوري فولاد شي
چی زخمت ګالي تعلیم کښي نیک اولاد شي

تیږي اور پوا سطه باندي سره زر شي
شا او خوا ورنه جدا مخلوط مواد شي

بی زخمته راحت نشته دا متل دي
په زخمت با ندی حاصل د زړه مراد شي

ځان خولي کۍ وخورۍ ګټه د لاسو خپل
د احسانه سره چی مل وي ورک دي داد شي

د احتیاج خوړو نه مرګ ورونو بهتر دي
غیرتي په نوم یو څو کښی خو به یاد شي

که یوه لښکر بچي په چرګۍ لوي کړي
چی بی علمه وي والله کا خو پري ښاد شي

دا د علم زمانه ده ځان خبر کا
په دي وخت کښی د نا پوهو ژوند برباد شي

ای (روغواله) بی پروا دي اوس بچیان دي
بیا په عمر د زړښت کښی ټول فریا د شي