ولسمشر غني: د ټاپي ګاز د سيمه ييزې لويې پروژې کار راتلونکې میاشت پیلېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65442
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-16

ولسمشر محمد اشرف غني ويلي، د ټاپي ګاز د سيمه ييزې لويې پروژې کار په راتلونکې زېږدېزې مياشتې کې پيلېږي.د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر دغه موضوع پرون د "ختيځ او لوېديځ" بنسټ له پلاوي سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې څرګنده کړې ده. ولسمشر غني په دغه ناسته کې وويل: "د ټاپي پروژې عملي کار په راتلونکې ډيسمبر مياشت کې پيلېږي." د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت درې اونۍ وړاندې د ترکمنستان د چارواکو له قوله ويلي وو، چې دغه هېواد منلې چې د يادې پروژې ٨٥ سلنه ونډه ورکړي او پاتې ١٥ سلنه د افغانستان، پاکستان او هندوستان له لوري ورکړل شي. ولسمشر د دغې ناستې په دوام کې وويل چې افغانستان پر کوچنيو پروژو باندې د تمرکز پر ځاى پر تلپاتو دوامدارو اقتصادي پروګرامونو کار کوي.