ظفرهاشمي: خلیل الله فیروزي باید په محبس کې ۱۰ کاله تېر کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65443
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-11-16

ارګ وايي، د کابل بانک پخوانی اجراییه رييس خلیل الله فیروزي باید په محبس کې ۱۰ کاله تېر کړي او ۱۳۷ ملیون ډالره جریمه پرې کړي. د ولسمشر مرستیال ویاند ظفرهاشمي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دا د محکمې پرېکړه ده او ولسمشر خبرداری ورکړی چې هیڅوک حق نه لري چې د دې قضیه په تړاو د محکمې په پرېکړه کې مداخله وکړي. ده همداراز وویل چې ولسمشر غني له فیروزي سره د سمارټ سيټي په اړه د ښارجوړونې د وزارت قرارداد لغوه کړی او دا یې ویلي چې هیڅ اداره حق نه لري چې د محکمې په حکم کې تغییر راولي او پر همدې اساس امر شوی چې خلیل الله فیروزي باید د قید موده پوره کړي او پور هم ادا کړي